افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مــــــبارک شــه مخکې دار دې لارويه
غــاړه ورکــــړه دا دې يـــــار دى لارويه
پـــرې ونـې دي هغو ته چــــې ړانده دي
لاس ور تير کـــــړه دا يـــې هار دى لارويه
لکــــه سيند تنــــدى وهه په سينه درومه
دا کـــوه چـــې دا دې کار دې لارويه
دواړه کـــــسي سپيــلني ورته لوگــې کړه
ســـــتا په سترگـو کې انــــگار دى لارويه
که يارغواړې نوخپل زړه ورپسې گوره
دا يـــې کلــــى دايـې ښار دى لارويه
ټولـــې لارې دې په پــښو کې زولنې دي
درنه پــــاتـــې نــــــنگر هار دى لارويه