افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ازلي مينه
ﻻزمانه دخدای په خيال کې نه وه
ما سندريز شان پيغلتوب کې ليدې
زه چې اوده وم د عدم غيږه کې
د هغې شپې نه مې په خوب کې ليدې
ما به ليدل چې کاينات جوړيدل
تا نه يې څاڅکی د سرور ورکړ
چې دې نقاب له مخه لرې کړ بس
زرو لمرونو ته دې نور ورکړ
په رنګينه شرارتي نړۍ کې
ما دې په هره خوا لټون وکړ
پيدا مې نه کړې خدايزده ولې داته
ما خو په ټولو ﻻرو يون وکړ
ستا په رڼا چې ستا په طمع باندې
ما ډيرې تورې زمانې ليدلې
د ښاپيرو وطن ته درغلمه
ما هغه ټولې افسانې ليدلې
ما دې دحسن د ليدلو په نيت
د يونان ښکلي خدايان ټول وليدل
ستا د انځور د ښکلولو په نيت
په تلوسه مې بتان ټول وليدل
ښه ده ته راغلې خو زړګی مې ريږدي
چې ازلي مينه د هيره نه وي
چې د عدم کلي کې و درسره
د خپل ﻻلي مينه د هيره نه وي