د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

ســــتا له خبرو مې الهام واخســـت
ما د سندرو ښار ته ګـام واخســــت
په تغافل يې زه بـې واکـه نه شــــوم
نن مـــــې ساقي نه انتقام واخســت
کـــــوه همداســــې په ليمـــــو خبرې
ايله دې رنګ زما د قــــام واخست
کـــــــــــوي هوا لکــــه غــــزل نازونه
چې بيايې څه د چالــه بام واخست
ښه ده چې زړه مې بې صنمه نه شو
دغـــــه حرم ته خو مې رام واخست
وخته پخوا غوندې بې وسـه نه يم
په ميکده کې مې ماښام واخست
د شاعر نور شعرونه ←