د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی سالک شعرونه

غزل

د مــــــــينې ﻻره کــــــې څــــــه بل شان امتحان راځي
ړومــــــبی قـــــــدم دهـــــر سړي دلـــــته په ځان راځي

د هــــــر يو شړنګ نه يې څــــڅيږي ﻻهوتي سندرې
راته الـــــــــهام اوس په بنګړو کــــــې د جانان راځي

نور مـــــــونو عشق د رسوايۍ پـــــــــړاو ته ورسيده
بــــــــې ارادې مــــــې ،ستا نامه اوس په زبان راځي

د زلــــــفو سيوری به په چـــــا وي اوښکې زه څڅوم
وريځې په کوم وطن خــــــورې چــــيرته باران راځي

هــــــــــــغه به څه دلته د ګــــــرد په قافله کـــــې راشي
د چــــــــــــا د ﻻرې په هر ګـــام چــــې کهکشان راځي

سالکه خدايزده که څوک ستا غزل ته غوږ ونيسي
د حــــــــــسين ښار نـــــــه د سندرو بــه کاروان راځي

د شاعر نور شعرونه ←