پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي اجمل اند شعرونه
36 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
اجمل اند دولي محمد زوی پر ۱۳۵۶ لمريز کال دننګرهار ولايت د خوګياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجګړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره مهاجرشو او پاکستان په هنګو کې يې واړول . دې خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته وکړې . پر ۱۳۷۱ لمريز کال ، چې ننګرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوګياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو ، چې پر ۱۳۷۴ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل دلته تر يونيم کال وروسته يې د ننګرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورنه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کاله کې دکرګرۍ پرچارو بوخت شو . له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . له تيرو درې کلونو راهيسې په کابل کې د ازادي راډيو د خبريال او د پښتو برخې د ايډ يټور په توګه دنده ترسره کوي :
چاپ شوي اثار:
١-(د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب ) د شعرونو لومړې ټولګه ١٣٧٧ لمريز کال
٢- (په څپو کې انځورونه ) د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٨٩ لمريز کال
ناچاپ اثا ر
٣- له بنګاله تر کابله ــــ ناول
٤- خوماره ـــ ناول
٥- تر کوکنارګله ــــ د لنډو کيسو ټولګه
٦- سپيده دم ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې
٧- د وينس سوداګر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه
٨-شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه
٩- هېندارې او چينې ـــ د شعرونو دريمه ټولګه
١٠- سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه
١١- د برجونو ښا ر ـــ د چيک جمهوريت يونليک
١٢- ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي کلتور او ورپېښو ګواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله.
زما کلی
زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې زما اواز د کلي ټولو جينکو پېژانده زه چې په کلي کې وم…
بشپړ شعر ولولئ ←هادود وهلې کوټه
هاغه زړه، ها درې کونجه ، ها دود وهلې کوټه د کابلي هوټل اخر چت کې مښلې کوټه هاغه کوټه چې ورځ به…
بشپړ شعر ولولئ ←دا ښار ، هغه
دا ښار ، هغه غرونه نه چرچڼې نه يې شور نه توتکۍ شته نه ماښام ، نه چينارونه ، نه مرغۍ شته په دې ښار…
بشپړ شعر ولولئ ←درناوی
درناوی په ترنم کـــــــې يې نور نه وايمه زياتي دې نوم په احترام اخلمه هر واقيعت د زندګۍ مې منم نور په احتياط په لاره…
بشپړ شعر ولولئ ←خاطرې
چا ويل چې ېوازې يم تنها يمه ته مې چې خواخوږې يې پاچايمه زړه مې د څو ستړو خاطرو ټولګه کينه راته ، ټولې درته…
بشپړ شعر ولولئ ←هېنداره
اوس په اوبو کې څېره ګورم د تصوير قاتلان ماسره کله په جېبونو کې هېنداره پرېږدي دوی له تنکيو ستونو باسي لاهوتي سندرې ستا ګناهنګار…
بشپړ شعر ولولئ ←لېونی
لېونی څو به د شپو په تنابو کې زانګې ژونده تر څو به په تيارو کې زانګې حسنه! منم خپله مغروره نه يي خو کبرجنو…
بشپړ شعر ولولئ ←لوپټه
لوپټه چې دې ټپه دسهار نه ده جنډه کړې دې زما په مـزار نه ده لا ژوندی يم لا زخمي سندري وايم لا ټپي ټپي…
بشپړ شعر ولولئ ←اتڼ
اتڼ رود چې د سپين غره په ګريوانه کې اتڼ واچوه زرکو له مستۍ په تور راغه کې اتڼ واچوه سوز و د شپيلۍ څه…
بشپړ شعر ولولئ ←غرڅه
د خندا پېغله مې له شونډو ړنګه بنګه پرېوځي لکه چې زرکه تکه سره د باز له چنګه پرېوځي لا خو د ژوند سندرې ليکو…
بشپړ شعر ولولئ ←غېږه
غېږه کډه ترې د ډېرو ښکلو لاړه شه شاړه شه، دا پورې کوڅه شاړه شه ای برچې خوړليه د غاټول ګله! ته د چا تنکي…
بشپړ شعر ولولئ ←ګونګی
ګونګی ټکه پرېوتې په ژوندون ټول کارو بار ګونګی دی کلی مو ګونګ شو ، غر مو غلی دی او ښار ګونګی دی چې منصوري…
بشپړ شعر ولولئ ←لونګين
لونګين خور مې که سينه باندې نيازبين مې کړه ستا د دنګې غاړې لونګين مې کړه خيال يمه په تورو کې مې ونغاړه خوږ مې…
بشپړ شعر ولولئ ←خومار
دا زړه ، هغې نارې کړې چې له چا نه پاتې شوی ما ژر ټټر ته لاس کړ ، ما وېل ما نـه پاتې شوی…
بشپړ شعر ولولئ ←جالوان
د څومــــــــــــــــره قيامتونو توپانونو شاهدان دي خو دا دغـــــــــــــرونو کلي دي تر اوسه لا ودان دي په کلي کې زيارت او جومات ډېر سره نږدې…
بشپړ شعر ولولئ ←کچکول
ستا د رڼې هيندارې مخ باندې غبار هم نه يو ته خپه مشي رانه خدايږو دومره خوار هم نه يو دا چې د شونډو له…
بشپړ شعر ولولئ ←ډالۍ:
اسحاق ننګيال ته!! دهماغه پر ليکه او تضمين لا په کلي باندې سيوری د خنجر دی (( نه ساقي شته نه جانان شته مازيګر دی…
بشپړ شعر ولولئ ←سرګړی
سرګړی څومره ستړې ستړې لارې ولا! ستړی يم جانانه نه دژوند په مانا پو شوم او نه مړی يم جانـــانه چې يې ما غزل غزل…
بشپړ شعر ولولئ ←