پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لوپټه
لوپټه چې دې ټپه دسهار نه
ده
جنډه کړې دې زما په مـزار
نه ده
لا ژوندی يم لا زخمي
سندري وايم
لا ټپي ټپي ځواني مې په
دار نه ده
په وړه خوله غرونه غرونه
وعدې مه ږده
ستا ماشومه شان وعده د
اتبار نه ده
لينده مه کشکوه! سترګې دې
ړندې شه
دا دکورکلي کوتره د ښکار
نه ده
زما زده يې د کيميا بوټي
انځور دی
خو دا خاوره لا زما په
اختيار نه ده
چې تر لسو منګو دروند ژۍ
پر اوږو وړي
ده د دنګو غرونو پېغله د
ښار نه ده
١٣٧٥ لمريز ، کوزبيار خوګياڼي