د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

کچکول

ستا د رڼې هيندارې مخ باندې غبار هم نه يو
ته خپه مشي رانه خدايږو دومره خوار هم نه يو
دا چې د شونډو له يوه کدډول ځواني ځاروو
يو لېونتوب دی کنه ګرانې!  ډېر خومار هم نه يو
ددونيا دا سر او هغه راته ورغوی ښکاري
لا خو د زړونو پاچايي لرو ناچار هم نه يو
مونږ د يوې ژبې ، يوې مينې ، يو زړه خاوندان
دوه مخي هم نه يو د کلي يو د ښار هم نه يو
اوس هم لويدلي جګوو ورپسې لاس غځوو
لا ستړي هم نه يو د چا د اوږو بار هم نه يو
له خپل سيتار سره يوه لمن خبرې لرو
ډېر په کيسه کې د تسبو او د دستار هم نه يو
هسې بس کله د دوه سترګو رياضت شروع کړو
کنه بلا کارونه نور لرو اوزګار هم نه يو
وږي هم نه يو د چا زرو پسې نه ورګورو
شر  مو هم خوښ نه دی د چا د لارې خار هم نه يو
لا خو تر اوسه مو د ښار ډيوو ته سترګې برېښي
مونږه له سپين غره راکيوتي ډېر په لار هم نه يو
هسې بس کله د چا حسن ته لېمه کچکول کړو
کنه کيسه کې د سردار او د بادار هم نه يو
بس سره خاندو څانګې څانګې درد په زړونو کې وړو
د" اند" ياران يو اړ په شپه او په سهار هم نه يو

٢٠٠٢/١/١٢ پيښور

د شاعر نور شعرونه ←