د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

سرګړی

سرګړی

څومره ستړې ستړې لارې ولا! ستړی يم جانانه
نه دژوند په مانا پو شوم او نه مړی يم جانـــانه
چې يې ما غزل غزل  ځواني څپو ته نذرانه کړه
اوس د رود هماغو مستو اوبو وړی يم جانـانه
له سپين غره راړوي هر څه مې د ښار کوڅو کې ورک کړل
بس يو تشه سا اوباسم نور نيمګړی يم جانانه
خدازده ولې تري تم شول د چيلم ملنګ ياران مې
د زيارت بنډار کې پاتې يو زه غړی يم جانانه
دې غرمه غرمه حالاتو مې د زړه زور را نه واخيست
"اند" په نه څه لمبه کيږم وچ سر ګړی يم جـــــــانانه

٢٠٠٤دمی ٣٠ کابل وزير اکبرخان

د شاعر نور شعرونه ←