افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غېږه
غېږه
کډه ترې د ډېرو ښکلو لاړه
شه
شاړه شه، دا پورې کوڅه
شاړه شه
ای برچې خوړليه د غاټول
ګله!
ته د چا تنکي د مرګي
ژباړه شه
ما غوندې زړه ستړي ته چې
غېږه شي
زه د سيند څپه ته د سيند
غاړه شه
څوک مې چې د ژوند سترګو
کې اور کري
ډوب مې په سيلاب د اوښکو
واړه شه