پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
زما کلی
زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې
لنډۍ مې زده وې
زما اواز د کلي ټولو جينکو
پېژانده
زه چې په کلي کې وم رود مې د
سندرو يار و
مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو
پېژانده
زه چې په کلي کې وم ښه ډېره
شوخي مې زده وه
مازېګری به مې د باغ ونو کې
پاس تېراوه
چې پسرلی به شو او ونو به
غوټۍ وکړلې
منې چې څانګو مې پر سر د ګلو
لاس تېراوه
زه چې په کلي کې وم ډېرې ژبې
زده وې راته
د چېنو ژبه ، د نښترو ، د
څېړيو ژبه
مابه له رود سره په غبرګ غږ
کې سندرې ويلې
ماته وه ياده د بلبلو ،
توتکيو ژبه
زه چې په کلي کې وم ژمي کې
حجره ګرمه وه
د منګي ټنګ ته به نو زه هم د
سيتار ژڼی وم
او که خبره به د څڼو غورځولو
راغله
نو په اتڼ کې هم په ډېرو کې د
کار ژڼی وم
زه چې په کلي کې وم مست غوندې
بنډار مې درلود
د شنه چېلم په کټ کټا به مې
خومار ماتوه
چېنې ته څېرمه د شنو بنګو د
ځنګله له منځه
په يه قربان! به مې د نجونو
سم کتار ماتوه
زه چې په کلي کې وم اوړی به
غرمه مهالې
د چينار سېوري ته رڼو شګو کې
خوب وړی وم
که به د مور خوږو نارو را
پاڅولی نه وی
زه به د قاف غرو ته خوبو د
زلميتوب وړی وم
عجيبه وخت و په دې ډېرو کېسو
نه پوهېدم
زه چې په کلي کې وم ژوند لکه
چينه ښکلی و
د پسرلي مازيګري کې کوکنار ګل
د کلي
لکه له اوو رنګونو جوړه
زرغونه ښکلی و
خو دريغه دا چې کلي اور
واخيست له تندې وسو
نه يې چېنه او نه يې رود نه
جينکۍ پاتې شوې
او د بنډار ياران هم يو يو تر
دکن واوښتل
نه يې اتڼ نه يې چېلم نه يې
پګړی پاتې شوې
٢٦-١-٢٠٠٣ کابل