پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دا ښار ، هغه
دا ښار ، هغه
غرونه
نه چرچڼې نه يې شور نه توتکۍ
شته
نه ماښام ، نه چينارونه ، نه
مرغۍ شته
په دې ښار کې که هرڅومره
جينکۍ شته
نه يې غاړه کې مرۍ او نه اوږۍ
شته
دې کوڅو کې مازيګر څومره
خومار وي ؟
نه زيارت شته، نه چيلم او نه
دوهۍ شته
تورو غرونو نو سلام به مې څوک
دروړي
دې اسمان کې خو نه ستوري نه
سپوږمۍ شته
څراغونه دلته څومره اجنبي دي
؟
دلته چېرې ها د تيلو ډېوه ګی
شته
ښکلي شته دی خو غرور سترګو کې
نه شته
نه وربل ، نه لوپټې او نه
پګړۍ شته
راغه شته دی ،غر هم شته خو
هاسي نه دي
نه کېږدۍ شته ،نه کوچۍ او نه
شپېلۍ شته
خو:
خو دې چم کې نه ماتم او نه
سلګۍ شته
نه جګړې نه د خالي توپو نلۍ
شته
د بودا په شانې نه دي نړيدلې
د پېړيو دنګې دنګې ودانۍ شته
نه د چا په تندې ټپ ،نه څوک
نيم ځانه
نه ټوپکې په اوږو نه ګردنۍ
شته
دلته هر سړی په خپله لاره
درومي
نه څپېړه ، نه لرګۍ ، نه
هتګړۍ شته
نه کمزوری ، نه زورواکی
مالومېږي
نه مورچل نه تېرکشونه په بلۍ
شته
وايي دلته هم لښکر راغلی،
تللی
خوښارونه دي ودان، په کې مړۍ
شته
٢٠٠٥-جنوري -١٥
پراګ،چيک جمهوريت