د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

جالوان

د څومــــــــــــــــره قيامتونو توپانونو شاهدان دي
خو دا دغـــــــــــــرونو کلي دي تر اوسه لا ودان دي
په کلي کې زيارت او جومات ډېر سره نږدې وه
ملنګ او ملا دواړه مې د يو چيــــــــلم ياران دي
چا ويل چې ښاپېرۍ دې دې کوڅو نه کډې يوسي
ديوان د قاف له غرونو نه دې ښار ته راروان دي
يو شنه جنډه د سين د څپو غېږه کـــــې ورکيږي
دوه غبرګې مټې غوڅې د يو ژڼي جالــــوان دي
ټپې وايي ، نارې وهي او لوڅې پښې ځغـــــــلي
په"  اند"  کې څو خويونه لا تراسه د دهقـــــان دي

د شاعر نور شعرونه ←