پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
درناوی
درناوی
په ترنم کـــــــې يې نور نه
وايمه
زياتي دې نوم په احترام اخلمه
هر واقيعت د زندګۍ مې منم
نور په احتياط په لاره ګام
اخلمه .
زړې سندرې مې له سره ليکم
ورځنې ټولې فلسفې وباسم
ېوازې غر،رود او چينه يې
پرېږدم
ترې د ښارونو افسانې باسم .
لکه د باز خپلې وزرې څنډم
او د کمر په سر له خوب وېښېږم
د شپې د ستورو رياضت پرېږدمه
زياتي له دغه ليونتوب وېښېږم
.
د سجدې ځای کې يې تندي ته
ږدمه
ځمه له کلي څو ډبرې راوړم
چې کله کله مې پرې شپه روڼوم
يو څو خوږې خوږې سندرې راوړم
.
چې ټولې تېرې خاطرې هېرې کا
زړه مې د کلي په چينه کې
مينځم
له پيرياني ملا څاښتونه اخلم
بيا يې د بنګو په پياله کې
مينځم .
اوس مې د ښار ژبه زده کړې لږه
په خوله مرموزه شان موسکا
پالمه
لکه سپين غر سپين زړی نه
اوسېږم
زياتي په سترګو کې ريا پالمه
.
کور دې ودان د ژوند په چل دې
پوه کړم
نور په احتياط په لاره ګام
اخلمه
که څوک مې ښه راځيکه بد مې
راځي
په موسکه خوله به يې سلام
اخلمه
٢٠٠٥-ډيسمبر-١٣ ، کابل