د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اجمل اند شعرونه

لونګين

لونګين

خور مې که سينه باندې نيازبين مې کړه
ستا د دنګې غاړې لونګين مې کړه

خيال يمه په تورو کې مې ونغاړه
خوږ مې که، غزل يمه، رنګين مې کړه

غېږ کې مې ځای درکړ، ګنا ګار شومه
لوټ مې که ، کابل مې که ، ناورين مې کړه

نن مې په خوږو کتلو ولمانځه
شک يمه، ګومان يمه، يفين مې کړه

خود به يې ديوانو سره ګالمه
تا ويل ښاپېرۍ د چين ماچين مې کړه

ومې خندوه د سرو لمبو منځ کې
پورته مې کړه خال د ورين جبين مې کړه

لال يم خو دوخت ګردو وهلي يم
ومې مښه ،توريمه تک سپين مې کړه

ماته سېپارې د مينې ولوله
راشه د سپيڅلي عشق په دين مې کړه

کېږده ما د زړه په پرهرونو کې
څانګه مې کړه ، ګل مې کړه، را شين مې کړه

تاند مې کړه اشنا د ژوند چېنه يمه
شور مې که څپې د اباسين مې کړه

١٣٧٧/١/١١ جلال کوټ

 

د شاعر نور شعرونه ←