پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
هېنداره
اوس په اوبو کې څېره ګورم د
تصوير قاتلان
ماسره کله په جېبونو کې
هېنداره پرېږدي
دوی له تنکيو ستونو باسي
لاهوتي سندرې
ستا ګناهنګار تارونه چېرې نو
سيتاره پرېږدي
هغه لېمو کې د موسې په څېر تا
ثير ګرځوي
هغه ته سيند په منځ بيلېږي
ورته لاره پرېږدي
وايي کوڅو ته دې زړو بګوو
لاره کړې
دا اوازه ده ، خلک ټول تا
ړنګه ښاره پرېږدي
ورسره غاړه غړۍ ټوله شپه
ټپونه ژاړي
اند چې د خونې ډېوې بلې تر
سهاره پرېږدي
٢٠٠٢- اګست – ٢٣ پېښور