د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

20 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ښاغلي عزت الله شمسزی پر ۱۳۵۸لیږدیز لمریز کال دلغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی دی.

زده کړې:
دولسم ټولګی ۱۳۷۸ کال، د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ انجنیرشیرمحمد لیسه
اوس د امریکې Michigan State University کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی.
دندې:
د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۵ کال پورې د هیلې مجلې مرستیال او د کاوون اوونیزې چلوونکی.
د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۸ م پورې په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالو د بې وسلې کولو د دفتر ویاند.
د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ پورې د کلیو او پراختیا وزارت د مطبوعاتي اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۳ پورې د افغانستان د پارلمان د ملاتړ پروژې د عامه اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۴ پورې دکاونټر پارټ د دفتر د ارتباطاتو مسئول.
۲۰۱۴د جنوري میاشتې نه تر سپتمبره پورې ایشیا فاونډیشن کې د ارتباطاتو متخصص.
چاپ اثار:
۱- د نښترو او ګورګرو څو سندرې - د لغمان د شاعرانو تذکره،  ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه.
۲- د شپې په غېږ کې - د شعرونو ټولګه،  ۱۳۸۱ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه.
۳- د ژوند پاڼې - د شعرونو ټولګه،  ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
۴- د ارتباطاتو لارې چارې - ۱۳۹۳ لمریز لېږدیز کال، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار
۵- پر پښتو شعر د جنګ اغېزې، ۱۳۹۴ لمریز لېږدیز کال، د افغانستان د بشر دحقوقو دفتر، کابل. (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
نا چاپ اثار:
۱- زما د ژوند کیسه سندره نه شوه - د شعرونو ټولګه
۲- ادبي مرکې - له شلو شاعرانو او لیکوالو سره مرکې او ادبي بحثونه.
۳- هاغه زیارت وینې - د لنډو کیسو ټولګه
۴- یو داستان یو نقد - د نړیوالو لیکوالو داستانونو او نقدونو ژباړه.
۵- د ولسي شاعر حیاخان د شعرونو راټولونه.
۶- د لغمان ادبي او ټولنیز شخصیتونه.
۷- د افغانستان د پارلمان شپاړسمه تقنني دوره.

ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

اوس هم په باد مين يم

زه لا هماغسې يم اوس هم په باد مين يم اوس هم تمام اوړى په بام ويدېږم اوس هم د پلار په زنگېدلي کټ کې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

خزانې

ته چې موسم غوندې ساعت کې بـــــــــدلېــــــــــدې جــــــانانه  سهوه دې وکړه چې زما زړه ته راتلې جــــــــــــــــــانــــــــــانــــــــه    زه که اغزى یم نو لمن دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

دغم لمر

لرې ولاړ وم د ورتللو په چل نه پــــــــــــوهېـــــــــــدم  رښتيــــــــــا بــــــــه وايمـه دښکلو په چل نه پوهېدم    فــــــــکر مې نـــه و سين د سترگو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

یه انځور ګره

یه انځور ګره وایه دا انځور به څنګه کاږې زه چې په کومه ورځ له کوره چېرې ووځمه مور مې اوبه راپسې وشیندي او وژاړي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

موږ خو په دې نیت نازول چې شي د کـــــــــــار وګړي خدایه اوس کوم لوري ته لاړ شي دا وزګــــــار وګړي څو کاله کېږي بلا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونـــــــــیسي خود به دې ښاره څلور لارې لېـــــــونــــي ونیــــــسي په څه به ورکړو نظر ماتی د مالت…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

نظر مــــې ستــــــــــا د اوربل سیوري ته پناه راوړله دې لېوني د اجــــــــل سیــــــــوري تـــــــه پناه راوړله له ژونده ستړی په هر ګام تر میـــــــکدې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

له لوړو غرو راپرېوځمه ښار تـــــــــــــه هـــــــــره ورځ زړګی رسوم ستا د بڼـــــــــو وار تــــــــــــــه هـــره ورځ مرګ پېژنم ددې وطن بېوزله شان مـــــــــرغـــــۍ یم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

مات شي او رغیږي په خپل سر لکه وخـــــــتونــــــــه دي دا څه بلا ښکلي دي، دا څه نـــــــازکـــــــــه زړونــــــــه دي پېغله شولې پېغله؛ اننګي دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخــــــــــــانـــــدمـــــــه تياره کې ناست يمـــــــــــه خپـــــــــــــه، رڼا ته وخاندمـه  ستا د ښايست قدر به ياره دومره بـــــــــــس…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

دا خو ته سمه د ښایست رنګین بازار یــــــې پېـــــــغلې ښکاري پرېوتې د سپوږمۍ له غاړې هــــار یې پېغلې د چا د اوښکو باران مسته…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

د سپرلي ګل وم د خزان شمال مې نه پـــــــــــېژنــــــــــده ما شپه او ورځ هم نه لیده زوال مې نه پــــــــېژنـــــــــــده د زمري خوی مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

ډال د غلیم مات شه چې دا توره یې بې وروره شــــــــــي پرېږده چې زموږ په څېر بې زره او بـــــــــې زوره شـــــي خوب وینم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

هر څه ته شـــــا کــــــــړه لـــــه هــــرڅه زما لپاره تېرشه دنیا فاني ده ددنیا له کاروبــــــاره تېــــــــــــرشــــــــــــه تږی ارمان مې په سینه کې درته لاره…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

څه ستـــــــــا شـــــوه ســـــــــــاده ګي او څه زما خبرې سپینې د ستوري په څېر  وځــــــــلیــــــــــد اوس راز زمـــــوږ دمینې تر خولې مې ځي راځی درته…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

یار ته حیران یمه چې دغــــــه ماران څنــــــــګه ســـاتـــــي چې بې اودې په کې زړګـې د جانان څنــــــګه ســــاتــــــي د یار جبین کې خو یو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

د لوړو غرو د غېږې لمره را تــــــــــرغــــــــاړې وځــــــــه د رڼــــــــا تـــــــــږی يـــــــــم سحـــــــــره را تــــر غاړې وځه   زما د مينې په ښار هم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

یو لیک

مات شولو مــات شو زړه مې مات شو اشنا د ځوانۍ عمــــر لـــــــــکه بـــــاد تېـــــــر شــــو دا پسرلی لکه یــــــــوې ښــــــکلې نجــــــــلۍ زما له سترګو…

بشپړ شعر ولولئ ←