د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

یار ته حیران یمه چې دغــــــه ماران څنــــــــګه ســـاتـــــي
چې بې اودې په کې زړګـې د جانان څنــــــګه ســــاتــــــي


د یار جبین کې خو یو ستوری هم شپه نــــــــــه تېــــــروي
دا تر سبا په مخ خـــالــــونــه اسمان څنــــــــګه ســــاتــــي


زما د ښار خلکو ته مــــه کــــــړه د ماتم ګــــــــــواښــونــــه
ته به یې ګورې چې دا سیمه رحمـــــــــان څنـــــــګه ساتي


بیا ورته کــــــــــړې پــــــه ګودر رقـــــیـــب غلــــــطه کیسه
دا لېونۍ مینه ایمان په ګـــــــومـــــــــان څـــــنګه ســاتي


نورو نېــــشو نه خــــــو یــــــې وژغوره ځواني پـــه تـــوبو
شمسزی به اوس دا ستا لــه سترګو نه ځان څنګه ساتي


۱/۶/۱۳۷۹ الینګار، لغمان

د شاعر نور شعرونه ←