د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

یو لیک

مات شولو مــات شو زړه مې مات شو اشنا
د ځوانۍ عمــــر لـــــــــکه بـــــاد تېـــــــر شــــو
دا پسرلی لکه یــــــــوې ښــــــکلې نجــــــــلۍ
زما له سترګو لــــــــکه یــــــــاد تـــــېر شـــــــو

اوس مــــــې ژونـــــــــدون لکه دغره په شانې
بې ښو او بدو پـــــــــــــر اوږو بـــــــــــــــــار دی
له ځانه تېښتې ته مې زړه شــــــــــــــــــوی دی
خو دغه هم د لېــــــــــــونـــــــــــــــو کــــــــار دی

 ستا د ښکـــــــــــلا فلســــــــفه اوس هـــم وایـم
خو بس له ځانه په کې نـــــــــــــــه ورکېـــــــــږم
د ښکلو نجونو ګودر اوس هــــــــــــم نیــــــسم
خو د بنګړو له شرنګه نــــــــــــه ویــــــــــرېـــږم

پرون دې خــــړ تصویــــــر تـــه ګونګ ولاړ وم
ما دې په سترګو کې ګـــوهــــــــــر لټــــــــــاوه
چې زما زړه تــــــــه بـــــــه یــــــې لاره وکــــــــړه
ما یې جادو مـــــــــــا یـــې اثـــــــــــر لټـــــــــاوه

 خــــو ګــــــرانــــې! نـــه پوهېږم څنګه چل دی
سترګو دې هغه بــــــــغاوت ونـــــــــــــــه کـــــړ
چې په سینه کــــــې ورته وتــــــــــــرپېـــــــــږي
زړه مې پخوا غوندې جــــــرﺉت  ونــه کــړ نو

 لنډه دا لــــــــــــه ژونـــــــــــد ستــــړی یــــمه
د زړه کتاب چاته سپړلــــــــی نـــــــــه شـــــــم
بېلتون مو منــــــځ کـــــــې لکـه غر ولاړ دی
دتقدیر کرښې بـــــــدلـــولــــــی نـــــــه شــــم

د شاعر نور شعرونه ←