د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

هر څه ته شـــــا کــــــــړه لـــــه هــــرڅه زما لپاره تېرشه
دنیا فاني ده ددنیا له کاروبــــــاره تېــــــــــــرشــــــــــــه


تږی ارمان مې په سینه کې درته لاره څـــــــــــــــــــاري
یوه شېبه لکه باران پر دغـــــــــه لاره تېــــــــــرشــــــــــه


کلی به وران وي او ساده وي خو چې زه یــــــم پــه کې
بس دی راځه د پېښور له ښــــایــــــــسته  ښاره تېرشه


چې مې د زړه کلي ته غږ د امــــــــن نـــــــــــــه راولـــــي
چې په کې درد ته سکون نه وي له سېتاره تېـــــــر شه


بچي یې مار خوړلي ځاله یې توپان ورانــــــــــه کــــړه
مرغۍ د ښکار نه ده ښکاري له دغه کاره تــــېر شــــه


تاته څه نه ښکاري رګ رګ کې دې جذبې ویښـې دي
شمسزیه ګوره د زړه سره له تــــــــــلواره تېــــــــــر شـــه

۱۱/۸/۱۳۸۰ ارباب روډ پېښور

د شاعر نور شعرونه ←