د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

دا خو ته سمه د ښایست رنګین بازار یــــــې پېـــــــغلې
ښکاري پرېوتې د سپوږمۍ له غاړې هــــار یې پېغلې


د چا د اوښکو باران مسته کړه دا شـــــــاړه ځمــــــــــکه
چې ته یې کاڼو کې شنه شوې لاله زار یې پــــــــېغـــلې


پر ګلابونو کــــله کــــله لمـــــــــــدې زلـــــــفې څنــــــــډه
تنده یې وژنه تنکۍ پرخه د سهــــــــــار یــــــــې پېغــلې


د زړه پر پاڼه مې پوره کړه خپل نیمګړی انـــــــــــــــځور
پلو را پورته کړه همدومره مې په کار یې پـــــــــېغـــلې


زما پر مړاوي ژوند تازه رنــــــــګـــــونـــــه وغــــــــوړوه
ته د جنت  له باغېچو وتې بــــــهار یــــــــــــې پېـــغــــلې

د شاعر نور شعرونه ←