د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

غزل

څه ستـــــــــا شـــــوه ســـــــــــاده ګي او څه زما خبرې سپینې
د ستوري په څېر  وځــــــــلیــــــــــد اوس راز زمـــــوږ دمینې

تر خولې مې ځي راځی درته خو ژبه مې پـــــــرې نـــــه اوړي
راځه که مې په زړه کې د پوښتنو تصویـــــــــر  ویـــــــــــــــنې

لږ صبر چې غوټۍ د اننګیو خـــــــــــو دې ګــــل شـــــــــــــــي
په زړه کې مې سګروټې د هوس کړه پـــــــــرتمـــــــــیـــــــــنې

ګریوان کې مې راټولې کــــــــــړې د اوښــــکو مــــــــــرغلرې
که ګوندې خدای په لاس راکړي دا ستا زلـــفې ورېښمینې

راپـــــــــــاتـــــــــې چــــــــې یـــــــې تشه افسانه شوه د یادونو
شمسزیه چېرته ورکې شــــــــــــوې هــــــــــغه شېــبې زرینـې

 

۲/۸/۱۳۷۹ الینګار، لغمان

د شاعر نور شعرونه ←