د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

35 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

اسحاق ننګیال په ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی.. د پلار نوم یې محمد یوسف دی .لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کــــړې.لـه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او لــه فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې  تدریسی غړی شو. ژورنا لیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلتـــه یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کـړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننګیال د یوی لنډی مودی لــــپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کــــلتــور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلتــــه یـی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و.  اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی.. په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایـزی ګټلی دی.؛ښه به وی چې دلته ئې اثار هم معرفي شي. اسحاق ننګیال د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور دمیاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لغمان د الینګار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو.

انالله وانا الیه راجعون

ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

مينه

نیمه شپه ده ، نیمه شپه ده دسپوږمې څانګو ته ناست یم یو څوسیوري راته ناڅي لکه ډمې عربانې. دجنت پیالې ئې راوړې څه وریښمینې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

وينې پر کاله

اوښکې د شېبو که د کلو وې په سر واوښــــــــتې لپه وې اوبه، که په نېزو وې په ســـــــــرو اوښتې   ټول عمر باران و،یـــــــوه شپــــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

پر قبر مې

مامې داخپل قبر په سترګو ولید قبر ، زمادسفر نوې بیړۍ دوچې ځمکې سمندرکې غږوي دمساپرو دمساپرې شپیلۍ او قبر کښونکي ستړي ستړي رانه پښو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

بزګر

څنګه سړې ږلۍ په سرواخیستم؟ زماد لاس خولوفصل نه یو شین بوټې راپاتې نه دی چیرنه یو ژیړ وږی هم نشته چې یې پاس پر…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

بنګړیواله

بنګړیواله توړۍ بیا پر کلي راغله بنګړیواله شرنګ پرولو، دښایسته رنګونو څانګه بنګړیواله زموږ دکلي دزلمیو د « طالعو » دنازکې غوټې وږم بنګړیواله زموږ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

يو سيو ری ،يو ګل

مرغیو ! چوپ شئ ماله خوب راځي دلته دزړونو باغچې شنډې دي یو سیری اویو ګل نشته دلته دسین سپینو هندارو کې دلمر دطلایي کبانو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

ګناه

 څومره نیکمرغه یم ګناه کومه تمامه ورځ وریځې دباد له ژرندو باسم اودلمر  په تناره کې پسرلي ته ترې ډوډۍ پخوم څومره نیکمرغه یم ګناه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

کله چې لمر شين شي

کله چې لمر شین شي ستا دبادونو شنه ګلان مې دزړګي پر مسا پرې دښتې  څانګې وکړي ، وغوړیږي کله چې لمر شین شي. *  …

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

غزل

څه ښکلی سوداګر دی څومـــــر ه ښکلی باران پـــــــلــــــوري یوآس د سپينو ور ېځودی دور ېځو ګـــــلان پــــــلــــــــــوري د ستورو په تېشو يې جــــوړې کـــــــړي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

يو با د يو منصو ر

اسحاق ننګیال وروستی غزل یـــــو بـــــــــادر راګلیدليمالــــهځــــانـــــــه سر وړي د زړه اس مـــــېلــــــهبــــــاره د ارمـــــانـــه سره وړي   دشـــپـــــو پــر اوښیو غل دیزمونږکلي ته راغلي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

ښکاري ته

 اې ښکاري اشنا!   درته سلام کوم پرېږده چي دا سپیني مرغۍ والوزي لاړي شي جوړې جوړې ګلونه شي ښکلي شي ښايسته شي امېلونه شي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

د

د ارواښاد ننګيال لنډه پېژندنه ارواښاد اسحاق ننګيال په ۱۳۳۵ ل کال د لغمان ولايت د الينګار درې د بسرام  په کلي کې زېږدلی. خپلې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

دا

دا جل ، دا برسات شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی دا ډک…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

دا

دا کلی مه ورانوئ ! دا کلی مه ورانوئ! دا کلی مه ورانوئ! ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې ګورئ د شنې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

د

د پښتو خبرې ماته د انکار تاته د هو خبرې نه دي زده تاته د راتلو ماته د تلو خبرې نه دي زده ته خو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

خيبري تنده

خيبري تنده ټول عمر درنه ده سپکېدو ته چې يې پرې نږدئ خاوره پښتنه ده او پردو ته چې يې پرې نږدئ پرې ږده خيبري…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

له

له خوشحاله تر ننګياله مالي راشه اغزو د زړه په ګل وهلی يم ((سقاو)) په زړې تورې د (( مغل )) وهلی يم رقيب به…

بشپړ شعر ولولئ ←