د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

ګناه

 

څومره نیکمرغه یم ګناه کومه

تمامه ورځ وریځې دباد له ژرندو باسم

اودلمر  په تناره کې پسرلي ته ترې ډوډۍ پخوم

څومره نیکمرغه یم ګناه کومه.

*    *     *

زما دکور دادیوالونه

دڅو خاورو

څواوبو

اودڅه لمر

څو ترکیبو نه نه دي

زماله کوره دیوالونه دښیښو راتاو دي

زما او زما دکاله خټه یې

دتاک

اودانګورو

اوشرابو

پهلاسو ایښې ده

مامې دسترګو دراڼه نور په وسعت

دومره شراب څښلي دي .

*    *    *

دوره مغرور یم چې

دهسک دنازولي دربار سیري لاندې

خپله ځواني راته پیغور ښکاري

خو مانه لوی غلام دښکلو نشته

یوه شپه زما دلاس بیړۍ

دښکلو دسینو په سمندر کې

ستړې شوې نه ده

زه لکه پلار هسې یم

پلار له مړینې  نه یوه ګړۍ دمخه هم

دشنو غنمو وږو لاندې

زموږ دکلي دبزګر له ارتینې سره بربنډ پروت و.

۱۳ / ۴ / ۱۳۷۶

کابل

د شاعر نور شعرونه ←