افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
مينه
نیمه شپه ده ، نیمه شپه ده
دسپوږمې څانګو ته ناست یم
یو څوسیوري راته ناڅي
لکه ډمې عربانې.
دجنت پیالې ئې راوړې
څه وریښمینې پریښتې دي؟
رانه اخلي تاج دعقل
دجنون جوغه ئې راکړه.
* * *
اوس دزړه پر پاڼو لیکم
ستا ددوه ستر ګو غزلې
لکه خدای چې مینه لیک کړه
دادحورو په لاسونو.
جنوري ۱۹۹۱
مسکو