د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

د

د ارواښاد ننګيال لنډه پېژندنه

ارواښاد اسحاق ننګيال په ۱۳۳۵ ل کال د لغمان ولايت د الينګار درې د بسرام  په کلي کې زېږدلی. خپلې لومړنۍ زده کړې يې د لغمان ولايت د روښان په لېسه کې وکړې، او په ۱۳۵۳ ل کال د پوليسو په اکاډمۍ کې شامل شو. په ۱۳۵۵ ل کال يې دغه اکاډمي پای ته ورسوله او په همدغه اکاډمۍ کې تدريسي غړی شو.
څو کاله دمخه د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله ددې نيمګړې نړۍ څخه وکوچېد.  روح دې ښاد وي.

ارواښاد اسحاق ننګيال د ۱۳۵۰ ل کال راهيسې په شعر ويلو شروع کړې وه. غزل او نوی (آزاد) شعر دواړه يې په ډېر ښه انداز کې ليکل. زيات شمېر شعرونه يې د هېواد د ورځپاڼو، جريدو او راډيو ګانو لخوا خپاره شوي دي او ډېرو شعرونو يې ادبي جايزې هم ګټلي دي

د شاعر نور شعرونه ←