د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

ښکاري ته

 اې ښکاري اشنا!   درته سلام کوم

پرېږده چي دا سپیني مرغۍ والوزي
لاړي شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي ښايسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرنو کي تنکي بچي
وموښي سینو کي ګلالي بچي
سپیني سرې مښوکي زرکني بچي

پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه ور وړه!

اې ښکاري اشنا!  درته سلام کوم
پرېږده چي دا  شنو جلګو کي وځغلي
پیغلي د هوسیو د دامان په لور
واړوي پېکي د شنه آسمان په لور
وخاندي راتاوي شي مستي وکړي
ورغړي نخرې وکړي خوښي وکړي

پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه ور وړه!

اې ښکاري اشنا!  درته سلام کوم
پرېږده د غونچو په لمن پریوځي
زموږ د کلي باغ کي د سپرلي بلبل
زموږ د خمارونو شرابي بلبل
پرېږده چي په سرو مښوکو وبولي
زموږ د بام د پاسه د سپرلو سرود
بڼ ته د غوټیو د ښکالو سرود
ځمکي ته د وریځو بارانو سرود

پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه ور وړه!

اې ښکاري اشنا!  درته سلام کوم
ګوره دا بې ژبي مرغان مه وله
نه چي یې کوم ووړ بچی بې موره شي
ته هم ګوره پلار یې او بچی لرې
پېغله لور ښايسته زوی ګلالی لرې
درد لرې ، ارزو لرې ، زړګی لرې

نو!

اې ښکاري اشنا!  درته سلام کوم
پام کوه ماشې ته ګوتي مه ور وړه!
د شاعر نور شعرونه ←