د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

غزل

څه ښکلی سوداګر دی څومـــــر ه ښکلی باران پـــــــلــــــوري

یوآس د سپينو ور ېځودی دور ېځو ګـــــلان پــــــلــــــــــوري

د ستورو په تېشو يې جــــوړې کـــــــړي ورتـــــــه څــــڼـــــــــې

نن دلته په دې چم  کې ېو کا فردی بـــتــــــــان پــــــــلــــــــوري

یو بار يې درنګ راووړ د سپرلي جــــــــوار ګـــــــر ګــــــــورئ

چې څومره یې ګران راووړ چې یې څومره ارزان پــــلـــــــوري

یو شین لوګی راخوردی یو سور اوردی لګـــــېــــــدلــــــــــی

یو مست زردشت راغلی دی یو غلــــــی آذان پـــــــلـــــــــوري

بازار یې د نور لوټ کړ د آسمان سپینـــــې کــــــــوتــــــــــرې

له لمر ځیني ټیګ اخلي اود ستورو کاروان پــــــــلــــــــوري

د باد  په نیلي سپور د سهار سپين شــــهــــــــزاده راغلــــــــی

د شپو  بر بنډې پېغلي پرې شلېد لی ګرېوان   پــــلـــــــوري.

۱۳۷۷ کال د پسرلي لومړۍ شپه

لغمان

د شاعر نور شعرونه ←