افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د
د پښتو خبرې
ماته د انکار تاته د هو خبرې نه دي زده
تاته د راتلو ماته د تلو خبرې نه دي زده
ته
خو به ماڼې د وعدو بيا راته ودانه کړې
ماته له دروغجنو د ګليو خبرې نه دي زده
ستا
خو به امېل لکه سپوږمۍ په ټټر وزانګي
ماته د ناڅيرو ګرېوانو خبرې نه دي زده
ته
د خم مېلمه شه، سر تر پښو د مستۍ څانګه شه
ماته بې له اوښکو د نشو خبرې نه دي زده
زه
بې له پښتو نه په ټول ژوند پر بل څه پوی نه
شوم
ستا لکه مغله د پښتو خبرې نه دي زده
کابل ۳۱/۶/۱۳۴۹