افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
له
له خوشحاله تر ننګياله
مالي راشه اغزو د زړه په ګل وهلی يم
((سقاو)) په زړې تورې د (( مغل )) وهلی يم
رقيب به مې د زړه له وينو تشه (( ژۍ )) کړي ډکه
خو سر مې د اېل نه دی که يې سل وهلی يم
يو
ګل څه په کمڅو کې د پښتو د ناوې نه يم
ناره د (( اناالحق )) يې په کاکل وهلی يم
حيران يم د (( اکبر )) پر مړي بيا څه فساد وشو
پرديو مې د خپل کور په درشل وهلی يم
تقدير به مو وي داسې د ( خوشحاله ) تر ( ننګياله )
همدا چې کله غيرو کله خپل وهلی يم
کابل ۷/۱۰/۱۳۷۴