د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

بزګر

څنګه سړې ږلۍ په سرواخیستم؟

زماد لاس خولوفصل نه یو شین بوټې راپاتې نه دی

چیرنه یو ژیړ وږی هم نشته چې یې پاس پر پټکي کیږدم

له ګودر ځنې په بر بتو کې موسکی تیر شم

په مخه لاړشم، شاته وګورم

پرښکلي آشنا بیا دیوې بلې وعدې زیرې وکړم

ږلیو څه ونه کړل؟

بزګر لګیادی له خپل لور سره خبرې کوي

بزګر ژړیږي

او وریو ورته غوږ نیولی.

۶ / ۱ / ۱۳۷۲

لغمان

د شاعر نور شعرونه ←