افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دا
دا جل ، دا برسات
شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی
يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی
دا
ډک جام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرعون
موسی له کوه طور ځنې تورات راوړی دی
دا
چا ويل چې وږې د پښتون شولې حجرې؟
دې وږو ميکائيل ته هم خيرات راوړی دی
شېبه پر لمبو سره ده او شېبه پر ګلو سره
دې خاورې کله جل، کله برسات راوړی دی
ساعت وروسته رازېږو دا ساعت خير دی چې مرو
تقدير راته بس دغسې سوغات راوړی دی
سپېڅلی مسلمان دی خو يې زده نه شوه سجده
دې قام ته خدای د خپل غرور ذکات راوړی دی
کابل ۳۱/۵/۱۳۵۷