پښتو ادب · شاعران
عبدالرحمان غضري
د عبدالرحمان غضري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلي عبدالرحمن غضرې دپکتیکاولایت دخیرکوټ ولسوالې دپایندخیلوکې زیږدلي د عبدالمنان زوی ، دحاجي ولي محمدلمسی دی. کورنۍ يې په غضرخیلوشهرت لري . زوکړه د۱۳۵۴دعقرب۱۸ زدکړې يې ترلسم ټولګی پوري په غیري رسمي توګه کړیې دي .له تیرودیارلسوکلونوراپه دې خودسعودي عرب په هیوادکې میشت دی .قریب لس کاله کیږی چې شاعرې کوي .په دې ورستیوکې لنډې کیسې اوادبي نثرونه يې هم لیکلي هم داوس دیوناول په لیکلو بو خت دی.
چاپ شوی اثارنه لري
نا چاپ
څلوردشعرونوټولګې
دوه دلنډوکیسوټولګې
یوه دنثرونوټولګه اویوڅو ډرامې چې لاهم هغسي خورې ورې پرتې دي
شعرونه
26 خپاره شوي شعرونه
روپۍبشپړ شعر ولولئ
روپۍ
عبدالرحمان غضري
دغزل جــــامــــــــــوکې راشي دګودرځوانې لمبه کړي
داښکلي څــــــه بــــــــــــــــلادي داخترځوانې لمبه کړي
دوه غلې سپرغۍ ستـــــــــرګې په ادا چاته ورواوړي
په زړه باندي اوربل کړي سمــه غرځوانې لمبه کړي
دخیال سړه څیله کې مې کنـــــــــــګل ارمان ساواخلي
صنم چې کله کله مازدیګرځوانــــــــــــې لمبـــــــــه کړي
توبه یم سپین ایمان لکه روپۍ راباندي ګــــران وي
بس غم هله راجوړشي چې ساغرځوانې لمبــــــه کړي
نازکې پرۍ مخې دبلۍسیوري تــــــــــــــــــه ګـــــــــــــرزه
آهاړدی سره غرمه کې به دې لمرځوانې لمبـــــه کړي
ترڅوچې غضري ته دویصال منـــــــــــــــزل تــــــــــه رسي
ترهغه به دې داستړی سفرځوانې لمبـــــــــــــه کــــــــړي
ساجر۱۳۸۵/۶/۸
دصبرکفنبشپړ شعر ولولئ
دصبرکفن
عبدالرحمان غضري
لکه چې نور ددې تــــــــیاروسلــــسلې نــه ختمیږي
خدایـږوزمــــو نـــــــګه د دردو سلسلې نه ختمیږي
ماپــه ماشومووږو وړې اوس زلمي توب تیریږي
ددې بـــدمرغوجــــــــــنازو سلــــسلې نــــه ختمیږي
وخته قـــــسم دی که قدم په قدم دارشـــــــې ورتــــه
په دې محـــشـــردلیـــــونـــــوسلــــسلې نه ختمیږي
دادجـــنـــــت دښـــــــــائستــــــــوسنـــــــدره مه غږوه
شیـــخــــه دلـــــې دســــرولمبوسلسلې نه ختمیږي
په انتظارمې درته سپیـــــن کـړو تورلیمودسترګو
ستادامیداودیــــــادوســـــلــــسلې نــــــه ختــمیږي
نــــــامــــــــــرازړګـــــیه ځـه چې واغوندودصبرکفن
ښکلي ټګان دي دوعـــــدو سلــــــسلې نه ختمیږي
لکه چې ویلې غضري نـــــــوریــــې ګنــډلای نه شم
ستادخوږمنوپرهروســـلـــسلې نــــــه ختـــــمیــــږي
۱۳۸۶/۵/۲۱ساجرسعودي عرب
سندرېبشپړ شعر ولولئ
سندرې
عبدالرحمان غضري
زه به په اوښکوهم سندرې زده کړم
داسي سندرې
چې هرتوری یې له اوښکوجوړ وي
داسي سندرې
چې داوښکوزړه کې ویښ کړي ارمان
اودارمان زړه کې سندرې تووکړي
داسي سندرې
چې داګونګ کائنات
ورسره ټول لکه زماسندره
په خپلواوښکوکې سندرې پوکړي
بیابه داټولې ګلالۍ سندرې
لکه داوښکویوه خوږه سندره
په هغوزړونوباندي اورومه
چې بې غرضه وي
بې ریایېاوري
تکلبشپړ شعر ولولئ
تکل
عبدالرحمان غضري
هلته یــــــوزوړســــــړی کـــټ مــــټ لکه یولعل پروت دی
دژوندپه لپوکې تک سپین دایـــــــمان سوال پروت دی
دوخت لیموکې درڼـــــــــــادپنــــــځیـــــــــــدوپـــــــــــه تــــــــکل
سلـــــــــــګۍسلــــــګۍدترږمۍغیږکې مشعالپروت دی
زړه مې ورکـــــــړی دی خالیقــــــــــه مــــــــــاپــــــه تاسپارلی
زماهیوادستادنړۍپه تــــــــــندي خــــــــــــال پـــــــــروت دی
څنګه دې هیره کــــــــــړم زمـــــــــــادزړه ټکـــــــــــــورسندرې
ستاله لفظوڅخه مې ډک دروح دسمال پـــــــــــــــروت دی
زه یې له اوښکوهم پنــــــــــــاساتـــــــــــــم دداغ له ویــــــــــرې
په ځوانې مرګ ارمان مې ستادمینـــــې شـــال پروت دی
ستادګودرګودرځوانۍ دننــــــــــــدارې پــــــــه هیـــــــــــــــله
زړه مې منګی خیال مې ترڅنګ ورته کولال پـــروت دی
پښتومنمه غضري خوصبریــــــــــــدل تــــــــرې ګــــــران دي
په هسکه غاړه یې دتوروزلفوټـــــــــــال پـــــــــــــــــــروت دی
ساجرسعودي عرب ۲۰۰۶/۶/۷
تنکۍ ښکلابشپړ شعر ولولئ
تنکۍ ښکلا
عبدالرحمان غضري
عشقه کـــه جنــــون یـــې نوراغاړې وځه
شورکه دژوندون یې نـــــوراغـاړې وځه
زه دیوې سپیڅــــــــلې ګنـــــــاه لټــه کړم
ته که یې مضمون یې نوراغــــــاړې وځه
مرمه دګلاب تـــــــنکۍښـــــکلاپســـي
ګرانه که ګلګون یــــې نــــوراغاړې وځه
سترګې مــــې رڼـــــا پسي ملنــــګې وې
بس چې سباوون یې نـــــوراغـــاړې وځه
وخته دمـــــاضـــــي لمــــحې دزهــــروې
اوس چې څه شیرین یې نوراغـاړې وځه
ستړی یم له څړیکو خوبـــــیاهــــــم ګله
دردچې دپښتون یې نوراغــــــــاړې وځه
زه یې له ویصاله پــــــــردی کـــــــړی یــم
خوښ که په بیلتون یې نوراغاړې وځــه
ګرځم غضری په یـــــوه جـــــلوه پـــــــسی
څرک که دلټــــون یــــــې نوراغاړې وځه
۱۳۸۵/۱۰ ۳۰ساجرسعودي عربيه
زګیرویبشپړ شعر ولولئ
زګیروی
عبدالرحمان غضري
خوږمن زګیروی شوم دپرهارله غیږې وکـــــــــوچیـــــدم
ولاړم بې وسه دنیګارله غیږې وکــــــــــــــوچـــــــــــــــیدم
نورمېزغملای نه شوای کاڼي دجانان په تــــــــــــــــــندي
شهیده چیغه دسنګسارله غیږې وکــــــــــوچیـــــــــــــدم
زرې زرې شودجانان تصویردجــــــــــام پـــــــه زړه کــــې
شیخه خبرشوې دخمارله غیږې وکـــــــــــــوچیــــــــــدم
ماپوري مه تړه ګل روځه دزړه تـــــــــــږیـــــــې هیــــــــله
بې سیکه پــــــــرخــــــــــه دســـــهارله غیږې وکوچیدم
دیددیعقوب نه یم چې بیرته مې یوسف راستون کړي
نوم دځوانۍوم دروخســــــــارلــــــه غیــږې وکوچیدم
نوربه دې نه وي زماپه نوم جانانه شونــــــډې ستړیې
هیره وعده شوم دتکرارله غیږې وکــــــوچیــــــــــــدم
نن لادلې یم عضري نازدې په ستــــــرګــــــواخــــــــلم
بیابه خبرشې چې دښارله غیږې وکـــــــــــــوچیــــدم
زړونهبشپړ شعر ولولئ
زړونه
عبدالرحمان غضري
موږخوپه زړوکې وسو
ستاپه دونیاموڅه دي
که پرې لمبې اوروې
نوهم داوس یې وارکړه
خویوه خبردرته په زغرده کوم
ته زړونه نه سي سیزای
ځکه چې ته هم په یووزړه مین یې
اوهغه زړه زموږپه زړوکې وسي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالرحمان غضري
ستادمړوسترګوپه کونج کې یوه مسکازماغـــزل شوه
یاخوزه ښکلا پرست یم یاښکلازمــــــــــــــاغــــــزل شوه
زمادشنه زړګي له سمڅودیوو اه پـــــــــــــه وږودرشــي
ستادشونډوښکلاروي څهّ بلازمــــــــــــاغـــــــــــزل شوه
تادستوریوپیرته وویل هغه ټول په ماراچـــــــــف کړو
هرحسرت ته دې صنمه په دعــــــــــــــازمــــــــــاغزل شوه
داسي نه دی چې ته نه یې نوخیالونه دې هم نــــــه شته
ستادخیال له تصویرونواخترا زمـــــــــاغــــــــــــزل شوه
لري تله به دې زه ژاړم ددې نورولس پرې څـــــه شــــــي
ستادحسن له رنګونوبــــــېنوازمــــــــــــــــــــاغـــزل شوه
اوس خوشپوپه غیږکې نغښتې ویرونکی تصوردی
درلیږم به یې ډالۍکې که رڼـــــــا زمـــــــــــــــــاغزل شوه
چرې خوب کې پیښه وکړه ورته ووایه یــــــــوسف یم
دعزیز حرم ته درومې زلیخازمــــــــــــــــاغـــــــــزل شوه
غضري دزړه په وینو ټکی ټکی لــــــــمبـــــــــــــولـــــې
خدایزده ولې له دې نورونه وړیا زما غـــــــــــزل شوه
دوريځې پلوبشپړ شعر ولولئ
دوريځې پلو
عبدالرحمان غضري
جام مې په سرپورته کړم اوبوکې سپوږمۍ وڅـــــــیښم
توره تند مړه کړم په سپیدوکې سپوږمـــــــــــۍ وڅیښم
ستا دلیونتوب کیسه په بام ورســـــــــــره تیـــــــــــره کړم
ځیرځیر ورته ګورم په کتــــــوکـــــــې سپوږمۍ وځیښم
وخاندي بیا مخ ته دورېځې پــــــــــــــلو ونیــــــــــــــــــسي
زه وايم چې ته یې تلوسوکې ســـــــــــــپوږمــــې وڅیښم
ښه مې دزاهدفتوا په زړه وي خـــــــــوخـــــــــــــواږه اشنا
ځان باندي پوه نه شم ستا لیموکې سپوږمۍ وڅیښم
پرخه پرخه زړه مې ستا لاله ځوانـــــــــۍ تــه پور ورکړ
ماچې تنده واخلي ستاآینو کې سپوږمـــــــۍ وڅیښم
سږکه داهاړګرمـــــــــــۍهغـــــــــسي زوراخــــــستی وو
غلی به دیاردمخ خولوکې سپــــــــــــوږمـــــۍ وڅیښم
ماته به شي تنده غضري ددې غــــــــنچه ستــــــــوریو
زه چې دجانان سړوچینوکې سپوږمۍ وڅـــــــــیښم
وښکېبشپړ شعر ولولئ
وښکې
عبدالرحمان غضري
زه ورته غوږومه جانانه ستالیمې غـــــــــــــــــږیـــــــــــــــــدې
خواږه خواږه یې څه ویل خوږې خوږې غـــــــــږیــــــــــــــدې
چې درکاته مې پوهیدم چــــــــــــې پـــــــــه بـــــــــــلا به اوړم
زړه مې مــــــــــــنل چــــــــــــــرې پسته پسته پستې غږیدې
له توروڅڼودې را الوتې زمــــــــــــا پــــــــــــــــــــــه لـــــــــوري
ځان یـــــې عنـــــبروکــــــــــــــې مینــــــځلی و وږمې غږیدې
خدای دې لري څومره هوښیارې وې ستاشوخې سترګې
هم یې غمازڅاره هم مــــــــاتــــــه پسخـــــــــیدې غـــــږیدې
لیوني حسن دې دلــــــــمرپــــــــــــه ستــــــرګـــــه وارکړی و
زرینې وړانګې دې په غیږکې تـــــــویـــــــــدې غـــــږیدې
نن ورته غوږوه په حیــرت دملــــــــکوت سنــــــــــــــــــدره
دبنګړوشرنګ کې دې شیرینې څه نغمې غــــــږیـــــدې
ښه مې په زړه دي چې اول ځل یې زمانـــــوم اخیســـته
په پستوشونډودې بې دریغه اندیښنې غــــــــــــږیـدې
په سپین بارخوچې دې راتوي شوې درته څه یې ویل
چې غضري درڅخه تلم اوښکې دې مـــــړې غــــږیدې