د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

دوريځې پلو

جام مې په سرپورته کړم اوبوکې سپوږمۍ وڅـــــــیښم
توره تند مړه کړم په سپیدوکې سپوږمـــــــــــۍ وڅیښم

ستا دلیونتوب کیسه په بام ورســـــــــــره تیـــــــــــره کړم
ځیرځیر ورته ګورم په کتــــــوکـــــــې سپوږمۍ وځیښم

وخاندي بیا مخ ته دورېځې پــــــــــــــلو ونیــــــــــــــــــسي
زه وايم چې ته یې تلوسوکې ســـــــــــــپوږمــــې وڅیښم

ښه مې دزاهدفتوا په زړه وي خـــــــــوخـــــــــــــواږه اشنا
ځان باندي پوه نه شم ستا لیموکې سپوږمۍ وڅیښم

پرخه پرخه زړه مې ستا لاله ځوانـــــــــۍ تــه پور  ورکړ
ماچې تنده واخلي ستاآینو کې سپوږمـــــــۍ وڅیښم

سږکه داهاړګرمـــــــــــۍهغـــــــــسي زوراخــــــستی وو
غلی به دیاردمخ خولوکې سپــــــــــــوږمـــــۍ وڅیښم

ماته به شي تنده غضري ددې غــــــــنچه ستــــــــوریو
زه چې دجانان سړوچینوکې سپوږمۍ وڅـــــــــیښم

د شاعر نور شعرونه ←