د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

غزل

ستادمړوسترګوپه کونج کې یوه مسکازماغـــزل شوه
یاخوزه ښکلا پرست یم یاښکلازمــــــــــــــاغــــــزل شوه

زمادشنه زړګي له سمڅودیوو اه پـــــــــــــه وږودرشــي
ستادشونډوښکلاروي څهّ بلازمــــــــــــاغـــــــــــزل شوه

تادستوریوپیرته  وویل هغه ټول په ماراچـــــــــف کړو
هرحسرت ته دې صنمه په دعــــــــــــــازمــــــــــاغزل شوه

داسي نه دی چې ته  نه یې نوخیالونه دې هم نــــــه شته
ستادخیال له  تصویرونواخترا زمـــــــــاغــــــــــــزل شوه

لري تله به دې زه ژاړم ددې نورولس پرې څـــــه شــــــي
ستادحسن له رنګونوبــــــېنوازمــــــــــــــــــــاغـــزل  شوه

اوس خوشپوپه غیږکې نغښتې ویرونکی  تصوردی
درلیږم به یې ډالۍکې که رڼـــــــا زمـــــــــــــــــاغزل شوه

چرې خوب کې پیښه وکړه ورته ووایه یــــــــوسف یم
دعزیز حرم ته درومې زلیخازمــــــــــــــــاغـــــــــزل شوه

غضري دزړه په وینو ټکی ټکی لــــــــمبـــــــــــــولـــــې
خدایزده ولې له دې نورونه وړیا زما غـــــــــــزل شوه

د شاعر نور شعرونه ←