افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
روپۍ
دغزل جــــامــــــــــوکې راشي دګودرځوانې لمبه کړي
داښکلي څــــــه بــــــــــــــــلادي داخترځوانې لمبه کړي
دوه غلې سپرغۍ ستـــــــــرګې په ادا چاته ورواوړي
په زړه باندي اوربل کړي سمــه غرځوانې لمبه کړي
دخیال سړه څیله کې مې کنـــــــــــګل ارمان ساواخلي
صنم چې کله کله مازدیګرځوانــــــــــــې لمبـــــــــه کړي
توبه یم سپین ایمان لکه روپۍ راباندي ګــــران وي
بس غم هله راجوړشي چې ساغرځوانې لمبــــــه کړي
نازکې پرۍ مخې دبلۍسیوري تــــــــــــــــــه ګـــــــــــــرزه
آهاړدی سره غرمه کې به دې لمرځوانې لمبـــــه کړي
ترڅوچې غضري ته دویصال منـــــــــــــــزل تــــــــــه رسي
ترهغه به دې داستړی سفرځوانې لمبـــــــــــــه کــــــــړي
ساجر۱۳۸۵/۶/۸