د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

تنکۍ ښکلا

عشقه کـــه جنــــون یـــې نوراغاړې وځه
شورکه دژوندون یې نـــــوراغـاړې وځه

زه دیوې سپیڅــــــــلې ګنـــــــاه لټــه کړم
ته که یې مضمون یې نوراغــــــاړې وځه
مرمه دګلاب تـــــــنکۍښـــــکلاپســـي
ګرانه که ګلګون یــــې نــــوراغاړې وځه
سترګې مــــې رڼـــــا پسي ملنــــګې وې
بس چې سباوون یې نـــــوراغـــاړې وځه
وخته دمـــــاضـــــي لمــــحې دزهــــروې
اوس چې څه شیرین یې نوراغـاړې وځه
ستړی  یم له څړیکو  خوبـــــیاهــــــم  ګله
دردچې دپښتون یې نوراغــــــــاړې وځه
زه یې له ویصاله پــــــــردی کـــــــړی یــم
خوښ که په بیلتون یې نوراغاړې وځــه
ګرځم غضری په یـــــوه جـــــلوه پـــــــسی
څرک که دلټــــون یــــــې نوراغاړې وځه
۱۳۸۵/۱۰  ۳۰ساجرسعودي عربيه

د شاعر نور شعرونه ←