د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

زګیروی

خوږمن زګیروی شوم دپرهارله غیږې وکـــــــــوچیـــــدم
ولاړم بې وسه دنیګارله غیږې وکــــــــــــــوچـــــــــــــــیدم
نورمېزغملای نه شوای کاڼي دجانان په تــــــــــــــــــندي
شهیده چیغه دسنګسارله غیږې وکــــــــــوچیـــــــــــــدم
زرې زرې شودجانان تصویردجــــــــــام پـــــــه زړه کــــې
شیخه خبرشوې دخمارله غیږې وکـــــــــــــوچیــــــــــدم
ماپوري مه تړه ګل روځه دزړه تـــــــــــږیـــــــې هیــــــــله
بې سیکه پــــــــرخــــــــــه دســـــهارله غیږې وکوچیدم
دیددیعقوب نه یم چې بیرته مې یوسف راستون کړي
نوم دځوانۍوم دروخســــــــارلــــــه غیــږې وکوچیدم
نوربه دې نه وي زماپه نوم جانانه شونــــــډې ستړیې
هیره وعده شوم دتکرارله غیږې وکــــــوچیــــــــــــدم
نن لادلې یم عضري نازدې په ستــــــرګــــــواخــــــــلم
بیابه خبرشې چې دښارله غیږې وکـــــــــــــوچیــــدم

د شاعر نور شعرونه ←