د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

وښکې

زه ورته غوږومه جانانه ستالیمې غـــــــــــــــــږیـــــــــــــــــدې
خواږه خواږه یې څه ویل خوږې خوږې غـــــــــږیــــــــــــــدې

چې درکاته مې پوهیدم چــــــــــــې پـــــــــه بـــــــــــلا به اوړم
زړه مې مــــــــــــنل چــــــــــــــرې پسته پسته پستې غږیدې

له توروڅڼودې را الوتې زمــــــــــــا پــــــــــــــــــــــه لـــــــــوري
ځان یـــــې عنـــــبروکــــــــــــــې مینــــــځلی و وږمې غږیدې

خدای دې لري څومره هوښیارې وې ستاشوخې سترګې
هم یې غمازڅاره هم مــــــــاتــــــه پسخـــــــــیدې غـــــږیدې

لیوني حسن دې دلــــــــمرپــــــــــــه ستــــــرګـــــه وارکړی و
زرینې وړانګې دې په غیږکې تـــــــویـــــــــدې غـــــږیدې

نن ورته غوږوه په حیــرت دملــــــــکوت سنــــــــــــــــــدره
دبنګړوشرنګ کې دې شیرینې څه نغمې غــــــږیـــــدې

ښه مې په زړه دي چې اول  ځل یې زمانـــــوم اخیســـته
په پستوشونډودې بې دریغه اندیښنې غــــــــــــږیـدې

په سپین بارخوچې دې راتوي شوې درته څه یې ویل
چې غضري درڅخه تلم اوښکې دې مـــــړې غــــږیدې

د شاعر نور شعرونه ←