د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

دصبرکفن

لکه چې نور ددې تــــــــیاروسلــــسلې نــه ختمیږي
خدایـږوزمــــو نـــــــګه د دردو سلسلې نه ختمیږي

ماپــه ماشومووږو وړې اوس زلمي توب تیریږي
ددې بـــدمرغوجــــــــــنازو سلــــسلې نــــه ختمیږي

وخته قـــــسم دی که قدم په قدم دارشـــــــې ورتــــه
په دې محـــشـــردلیـــــونـــــوسلــــسلې نه ختمیږي

دادجـــنـــــت دښـــــــــائستــــــــوسنـــــــدره مه غږوه
شیـــخــــه دلـــــې دســــرولمبوسلسلې نه ختمیږي

په انتظارمې درته سپیـــــن کـړو تورلیمودسترګو
ستادامیداودیــــــادوســـــلــــسلې نــــــه ختــمیږي

نــــــامــــــــــرازړګـــــیه ځـه چې واغوندودصبرکفن
ښکلي ټګان دي دوعـــــدو سلــــــسلې نه ختمیږي

لکه چې ویلې غضري نـــــــوریــــې ګنــډلای نه شم
ستادخوږمنوپرهروســـلـــسلې نــــــه ختـــــمیــــږي

۱۳۸۶/۵/۲۱ساجرسعودي عرب

د شاعر نور شعرونه ←