افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
سندرې
زه به په اوښکوهم سندرې زده کړم
داسي سندرې
چې هرتوری یې له اوښکوجوړ وي
داسي سندرې
چې داوښکوزړه کې ویښ کړي ارمان
اودارمان زړه کې سندرې تووکړي
داسي سندرې
چې داګونګ کائنات
ورسره ټول لکه زماسندره
په خپلواوښکوکې سندرې پوکړي
بیابه داټولې ګلالۍ سندرې
لکه داوښکویوه خوږه سندره
په هغوزړونوباندي اورومه
چې بې غرضه وي
بې ریایېاوري