د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

تکل

هلته یــــــوزوړســــــړی کـــټ مــــټ لکه یولعل پروت دی
دژوندپه لپوکې تک سپین دایـــــــمان سوال پروت دی
دوخت لیموکې درڼـــــــــــادپنــــــځیـــــــــــدوپـــــــــــه تــــــــکل
سلـــــــــــګۍسلــــــګۍدترږمۍغیږکې مشعالپروت دی
زړه مې ورکـــــــړی دی خالیقــــــــــه مــــــــــاپــــــه تاسپارلی
زماهیوادستادنړۍپه تــــــــــندي خــــــــــــال پـــــــــروت دی
څنګه دې هیره کــــــــــړم زمـــــــــــادزړه ټکـــــــــــــورسندرې
ستاله لفظوڅخه مې ډک دروح دسمال پـــــــــــــــروت دی
زه یې له اوښکوهم پنــــــــــــاساتـــــــــــــم دداغ له ویــــــــــرې
په ځوانې مرګ ارمان مې ستادمینـــــې شـــال پروت دی
ستادګودرګودرځوانۍ دننــــــــــــدارې پــــــــه هیـــــــــــــــله
زړه مې منګی خیال مې ترڅنګ ورته کولال پـــروت دی
پښتومنمه غضري خوصبریــــــــــــدل تــــــــرې ګــــــران دي
په هسکه غاړه یې دتوروزلفوټـــــــــــال پـــــــــــــــــــروت دی
ساجرسعودي عرب ۲۰۰۶/۶/۷

د شاعر نور شعرونه ←