پښتو ادب · شاعران
عزت الله شمسزي
د عزت الله شمسزي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلي عزت الله شمسزی پر ۱۳۵۸لیږدیز لمریز کال دلغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی دی.
زده کړې:
دولسم ټولګی ۱۳۷۸ کال، د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ انجنیرشیرمحمد لیسه
اوس د امریکې Michigan State University کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی.
دندې:
د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۵ کال پورې د هیلې مجلې مرستیال او د کاوون اوونیزې چلوونکی.
د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۸ م پورې په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالو د بې وسلې کولو د دفتر ویاند.
د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ پورې د کلیو او پراختیا وزارت د مطبوعاتي اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۳ پورې د افغانستان د پارلمان د ملاتړ پروژې د عامه اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۴ پورې دکاونټر پارټ د دفتر د ارتباطاتو مسئول.
۲۰۱۴د جنوري میاشتې نه تر سپتمبره پورې ایشیا فاونډیشن کې د ارتباطاتو متخصص.
چاپ اثار:
۱- د نښترو او ګورګرو څو سندرې - د لغمان د شاعرانو تذکره، ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه.
۲- د شپې په غېږ کې - د شعرونو ټولګه، ۱۳۸۱ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه.
۳- د ژوند پاڼې - د شعرونو ټولګه، ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
۴- د ارتباطاتو لارې چارې - ۱۳۹۳ لمریز لېږدیز کال، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار
۵- پر پښتو شعر د جنګ اغېزې، ۱۳۹۴ لمریز لېږدیز کال، د افغانستان د بشر دحقوقو دفتر، کابل. (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
نا چاپ اثار:
۱- زما د ژوند کیسه سندره نه شوه - د شعرونو ټولګه
۲- ادبي مرکې - له شلو شاعرانو او لیکوالو سره مرکې او ادبي بحثونه.
۳- هاغه زیارت وینې - د لنډو کیسو ټولګه
۴- یو داستان یو نقد - د نړیوالو لیکوالو داستانونو او نقدونو ژباړه.
۵- د ولسي شاعر حیاخان د شعرونو راټولونه.
۶- د لغمان ادبي او ټولنیز شخصیتونه.
۷- د افغانستان د پارلمان شپاړسمه تقنني دوره.
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
دا خو ته سمه د ښایست رنګین بازار یــــــې پېـــــــغلې
ښکاري پرېوتې د سپوږمۍ له غاړې هــــار یې پېغلې
د چا د اوښکو باران مسته کړه دا شـــــــاړه ځمــــــــــکه
چې ته یې کاڼو کې شنه شوې لاله زار یې پــــــــېغـــلې
پر ګلابونو کــــله کــــله لمـــــــــــدې زلـــــــفې څنــــــــډه
تنده یې وژنه تنکۍ پرخه د سهــــــــــار یــــــــې پېغــلې
د زړه پر پاڼه مې پوره کړه خپل نیمګړی انـــــــــــــــځور
پلو را پورته کړه همدومره مې په کار یې پـــــــــېغـــلې
زما پر مړاوي ژوند تازه رنــــــــګـــــونـــــه وغــــــــوړوه
ته د جنت له باغېچو وتې بــــــهار یــــــــــــې پېـــغــــلې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
د سپرلي ګل وم د خزان شمال مې نه پـــــــــــېژنــــــــــده
ما شپه او ورځ هم نه لیده زوال مې نه پــــــــېژنـــــــــــده
د زمري خوی مې و ما غر او غرڅه خوب کې لــــــــیدل
د لومې سوچ مې سر کې نه و جال مې نـــــه پېــــــــژنده
اوس چې ګام اخلمه یو ځل مخکې او وروستــــه ګورم
څه ماشومتوب و چې ثواب، وبال مې نه پـــــــــېژنــده
دمور له مینې دې سرحد تـــــه میـــــــــنې راوستـــــــمه
خو په نامه دمینې دا جنـــــــــجــــال مـــــــې نــــه پېژنده
لکه پښتون چې مې په نه څه ژوند تالا تـــــــرخـــه شــو
توره مې پېژنده خو بل کمال مـــې نـه پــــــــــــېژنــــــــده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
ډال د غلیم مات شه چې دا توره یې بې وروره شــــــــــي
پرېږده چې زموږ په څېر بې زره او بـــــــــې زوره شـــــي
خوب وینم یو څوک پر دغه قبر ډیوې بــــــــلې کـــــــړي
توغ پرې د سر شال کړي ځي ملنګه شي سر توره شــي
څومره نښترونو او څېړیو کډه بــــــــــارکـــــــــړه تـــــرې
خود به زموږ غرونه بې ابشاره شي بــــــې شـــــوره شي
ستا دا ښکلې سترګې چې خوار خــــوار کله کاته کوي
سم لکه افغان چې کور یې لوټ شـــي او بې کوره شي
نور په کې ګلاب ګلاب ځــــــوانـــــۍ شمسزیه نه رېبو
یـــــوځـــــلي کــــــــه دغــــــه پښتنه سیمه سمسوره شي
۲۴/۱/۱۳۸۰ لغمان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
هر څه ته شـــــا کــــــــړه لـــــه هــــرڅه زما لپاره تېرشه
دنیا فاني ده ددنیا له کاروبــــــاره تېــــــــــــرشــــــــــــه
تږی ارمان مې په سینه کې درته لاره څـــــــــــــــــــاري
یوه شېبه لکه باران پر دغـــــــــه لاره تېــــــــــرشــــــــــه
کلی به وران وي او ساده وي خو چې زه یــــــم پــه کې
بس دی راځه د پېښور له ښــــایــــــــسته ښاره تېرشه
چې مې د زړه کلي ته غږ د امــــــــن نـــــــــــــه راولـــــي
چې په کې درد ته سکون نه وي له سېتاره تېـــــــر شه
بچي یې مار خوړلي ځاله یې توپان ورانــــــــــه کــــړه
مرغۍ د ښکار نه ده ښکاري له دغه کاره تــــېر شــــه
تاته څه نه ښکاري رګ رګ کې دې جذبې ویښـې دي
شمسزیه ګوره د زړه سره له تــــــــــلواره تېــــــــــر شـــه
۱۱/۸/۱۳۸۰ ارباب روډ پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
څه ستـــــــــا شـــــوه ســـــــــــاده ګي او څه زما خبرې سپینې
د ستوري په څېر وځــــــــلیــــــــــد اوس راز زمـــــوږ دمینې
تر خولې مې ځي راځی درته خو ژبه مې پـــــــرې نـــــه اوړي
راځه که مې په زړه کې د پوښتنو تصویـــــــــر ویـــــــــــــــنې
لږ صبر چې غوټۍ د اننګیو خـــــــــــو دې ګــــل شـــــــــــــــي
په زړه کې مې سګروټې د هوس کړه پـــــــــرتمـــــــــیـــــــــنې
ګریوان کې مې راټولې کــــــــــړې د اوښــــکو مــــــــــرغلرې
که ګوندې خدای په لاس راکړي دا ستا زلـــفې ورېښمینې
راپـــــــــــاتـــــــــې چــــــــې یـــــــې تشه افسانه شوه د یادونو
شمسزیه چېرته ورکې شــــــــــــوې هــــــــــغه شېــبې زرینـې
۲/۸/۱۳۷۹ الینګار، لغمان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
یار ته حیران یمه چې دغــــــه ماران څنــــــــګه ســـاتـــــي
چې بې اودې په کې زړګـې د جانان څنــــــګه ســــاتــــــي
د یار جبین کې خو یو ستوری هم شپه نــــــــــه تېــــــروي
دا تر سبا په مخ خـــالــــونــه اسمان څنــــــــګه ســــاتــــي
زما د ښار خلکو ته مــــه کــــــړه د ماتم ګــــــــــواښــونــــه
ته به یې ګورې چې دا سیمه رحمـــــــــان څنـــــــګه ساتي
بیا ورته کــــــــــړې پــــــه ګودر رقـــــیـــب غلــــــطه کیسه
دا لېونۍ مینه ایمان په ګـــــــومـــــــــان څـــــنګه ســاتي
نورو نېــــشو نه خــــــو یــــــې وژغوره ځواني پـــه تـــوبو
شمسزی به اوس دا ستا لــه سترګو نه ځان څنګه ساتي
۱/۶/۱۳۷۹ الینګار، لغمان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
د رڼــــــــا تـــــــــږی يـــــــــم سحـــــــــره را تــــر غاړې وځه
ته هم ډوبېږې مازديـــــــــــګره را تـــــــــرغـــــــاړې وځه
په ژونــــــــد بــــــــــــــاور نه شته دلبره را ترغاړې وځه
مسته ملنـــــــــګه زوروره را تـــــــــــر غـــــــاړې وځــــه
شمسزيه ياره د زړه سره را تــــــــــر غــــــــــــاړې وځـه
یو لیکبشپړ شعر ولولئ
یو لیک
عزت الله شمسزي
مات شولو مــات شو زړه مې مات شو اشنا
د ځوانۍ عمــــر لـــــــــکه بـــــاد تېـــــــر شــــو
دا پسرلی لکه یــــــــوې ښــــــکلې نجــــــــلۍ
زما له سترګو لــــــــکه یــــــــاد تـــــېر شـــــــو
اوس مــــــې ژونـــــــــدون لکه دغره په شانې
بې ښو او بدو پـــــــــــــر اوږو بـــــــــــــــــار دی
له ځانه تېښتې ته مې زړه شــــــــــــــــــوی دی
خو دغه هم د لېــــــــــــونـــــــــــــــو کــــــــار دی
ستا د ښکـــــــــــلا فلســــــــفه اوس هـــم وایـم
خو بس له ځانه په کې نـــــــــــــــه ورکېـــــــــږم
د ښکلو نجونو ګودر اوس هــــــــــــم نیــــــسم
خو د بنګړو له شرنګه نــــــــــــه ویــــــــــرېـــږم
پرون دې خــــړ تصویــــــر تـــه ګونګ ولاړ وم
ما دې په سترګو کې ګـــوهــــــــــر لټــــــــــاوه
چې زما زړه تــــــــه بـــــــه یــــــې لاره وکــــــــړه
ما یې جادو مـــــــــــا یـــې اثـــــــــــر لټـــــــــاوه
خــــو ګــــــرانــــې! نـــه پوهېږم څنګه چل دی
سترګو دې هغه بــــــــغاوت ونـــــــــــــــه کـــــړ
چې په سینه کــــــې ورته وتــــــــــــرپېـــــــــږي
زړه مې پخوا غوندې جــــــرﺉت ونــه کــړ نو
لنډه دا لــــــــــــه ژونـــــــــــد ستــــړی یــــمه
د زړه کتاب چاته سپړلــــــــی نـــــــــه شـــــــم
بېلتون مو منــــــځ کـــــــې لکـه غر ولاړ دی
دتقدیر کرښې بـــــــدلـــولــــــی نـــــــه شــــم
ازاديبشپړ شعر ولولئ
ازادي
عزت الله شمسزي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله شمسزي
لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونیسي
خود به دې ښاره څلور لارې لېوني ونیسي
په څه به ورکړو نظر ماتی د مالت ښکلو ته
خدایزده که بیا د کلي دښتې سپېلني ونیسي
ډکې غولانځې چې هوسۍ راوړي کبلیو ته بیا
خدایه غر شین کړې چې لمنې یې پورګي ونیسي
موږ نه پوهېږو چې دا څنګه او له کومې راځي
خو هر ماښام مو فضا ساندې او زګیروي ونیسي
سپرلی به هلته شي شمسزیه د خوښیو سپرلی
چې د جانان ټټر لونګ ځونډي ځونډي ونیسي