د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه

ازادي

زموږه غرونه توپان (۱) نه پېژني
زموږ ه غره ته چې ښامار(۲)  راشي نو تور کاڼی شي
زموږ شملې
زموږ ګامونه
په وحشي سيليو(۳) نه کږېږي
ما او دې غره ته
پورې سيند
هغې کوچۍ
دغې شپېلۍ
پېړۍ پېړۍ
دغيرتونو ترانې ويلي دي
موږه ټول عمر
ددې لوړو غرو ګټونو ته
په وږي نس
دعشق او ازادۍ مستې ټپې کړې دي
دا غرونه نه ايليږي
دا غرونه نه نړيږي
توپانه لاره کږوه
زموږه غرونه توپان نه پېژني!!!!!
 
۱- غرنیز توپان
۲- دغرونو ښامار
۳- وحشي سیلۍ
د افغانستان پر غرنیزو سیمو د امریکايانو درې پرله پسې پوځي عملیات چې درې واړه ناکام شول. 
د شاعر نور شعرونه ←