افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونیسي
خود به دې ښاره څلور لارې لېوني ونیسي
په څه به ورکړو نظر ماتی د مالت ښکلو ته
خدایزده که بیا د کلي دښتې سپېلني ونیسي
ډکې غولانځې چې هوسۍ راوړي کبلیو ته بیا
خدایه غر شین کړې چې لمنې یې پورګي ونیسي
موږ نه پوهېږو چې دا څنګه او له کومې راځي
خو هر ماښام مو فضا ساندې او زګیروي ونیسي
سپرلی به هلته شي شمسزیه د خوښیو سپرلی
چې د جانان ټټر لونګ ځونډي ځونډي ونیسي