د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

کامله طاهر

د کامله طاهر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

40 خپاره شوي شعرونه

څنګه دې هېره شومهبشپړ شعر ولولئ

څنګه دې هېره شومه

کامله طاهر

کاش چـې ویده دې وای په څنګ کې یاره
زه دې رنـګ نـه شـومه پـه رنـګ کـې یـاره

لکـه چـــــــــې څنګـه درنـه هېـره شـومه
کـه داســې نـر هـم وې پـه ننـګ کـې یـاره

وطـــــــــــن مـو لوټـې، لوټې، لوټې شـولو
ګــــټه مـو څـه وکـړه پـه جنـګ کـې یـاره

پګــړۍ پــه ســـــر کــړه او واســکټ واچــوه
پــــــښتانه بـد ښـکاري پـه لنـګ کـې یاره

کاملــــــــــــــې ورکــړه اننګــي پــه شــونډو
نښـې د عــــشق دي دې ملنـګ کـې یـاره

جنګه بېرته لاړ شهبشپړ شعر ولولئ

جنګه بېرته لاړ شه

کامله طاهر

خــــــــورې زلــــــــفې ړنګه بنګه درته راغلم
اوس خــــــــــــو ووایـه تـر څنګه درتـه راغلم

د پــــــــــــروتې په شـان تاو کــــړه رانه غېږه
د چــــــــنار په شانـــــــتې دنګـه درته راغلم

خــــــــدای دپـــــاره د افغان وطن نه لاړ شـه
سر ټیــــــــــټـی دې کـــوم جنګه درته راغلم

کـه بـل څه غواړې نو ځه په مخ دې ښـه شـه
که دیـــــــدن غـــــــــواړې ملنګه درته راغلم

کاملــــــــــــــــه دې مېلمنه ده چې څه وايې
مــــــــــــــــــــروره شوخه شـنګه درته راغلم

سترګې راواړوهبشپړ شعر ولولئ

سترګې راواړوه

کامله طاهر

ګل یــــــــــــــــــمه اشــنا ســترګې راواړوه
یــو ځلـــــــــــــــې خــو بیــا ســترګې راواړوه

پرېـږده پـه رقیــــــــب چـې لمبـې بلـې شـي
داســــــــــــــې پــه خنــدا ســترګې راواړوه

نـوم مـې په مـــــــحفل کې ښـه څرګنـد واخله
ماتــه د هــــــــــــــــر چــا ســترګې راواړوه

بیـا دې ځـان شـهید کـړه پـه پـردي جنګ کې
ځــان تــه د دنــــــــــــــــیا ســترګې راواړوه

یــه کاملــې زلفــــــــــــو تــه دې شــړک ورکــړه
ځـــــــــــــې رانــه پــه شــا ســترګې راواړوه

درپسې وژړېدمبشپړ شعر ولولئ

درپسې وژړېدم

کامله طاهر

لـــکــــــــــــــه الــزام درپســې وژړېــدم
پــه احتــــــــــــــرام درپســې وژړېــدم

د ځوانـۍ وختـه سـتا پـه حسـن پسـې
راغـــــــــــلم پــه بــام درپســې وژړېــدم

زمـا وطــــــنه خـدای کـه هېـر شـې رانـه
چــې شــو مــې پــام درپســې وژړېــدم

تشـه پیالـه او سـپورې شـونډې د ژونـد
زه نـــــــــــن ماښــام درپســې وژړېــدم

کامــــــــــــــلې سـتا پـه دیدنونـو پسـې
څـــــــــه ګام پــه ګام درپســې وژړېــدم

که زما شېبشپړ شعر ولولئ

که زما شې

کامله طاهر

چـې زه ســـتا شـم تـه زمـا شـې تـه څـه وایې
پــه رښــتیا زمــا دنیــا شــې تــه څــه وایــې

زه کـه درشــــــــــــــــم لاس تـر زنـه ګلـو ونه
چې مسـکی شـې په خندا شـې ته څه وایې

چـې د زړه پـه درد مـې خـور لکـه مرهم شـې
کـه پرهــــــــــر تـه مې دوا شـې ته څـه وایې

په زنـــــــــګون چې راته سـر کېـږدې ناڅاپه
مینــــــــــوال مې د ښـکلا شـې تـه څه وایې

کاملــه کــه مــخ لــه زلفــو در ښــکاره کــړي
دې تیـارو تـه کــــه رڼـا شـې تـه څـه وایـې

ځان رانغاړمهبشپړ شعر ولولئ

ځان رانغاړمه

کامله طاهر

څــــــــوک لــه خدایــه غواړمــه او لاړمــه
غـــــــــلې، غلــې ژاړمــــــــــــــه او لاړمــه

ګلــه ژونــد تــــــــــه لاره د خــوب ګورمــه
ګلــه پــه چـــــــــــــــــــا ویاړمــه او لاړمــه

اوښکـــــــــې، اوښــکې تویــه شــــــــــــوم
خــــــــپل غــم ځــان تــه ژباړمــه او لاړمــه

دا مخلـوق خـو ډک دی لـه جفـا نـه ټـول
نــور نــو ځــــــــان رانغاړمــه او لاړمــه

یــه کاملـــــــــــې اوس راپســې مــه ژاړه
یــه کامـــــــلې لاړمــه او لاړمــه او لاړمــه

زما قلمهبشپړ شعر ولولئ

زما قلمه

کامله طاهر

د انــــــــــــتظار لمحــو خوړلــې یمــه
وطنــــــــــه غېــږ تــه دې راغلــې یمــه

دا ځل په خدای که بیا هغسې روغ شي
ســترګو دې بیــا پــه زړه داغلــې یمــه

زمــا قـــلمه دا خــو ســتا د لاســه
پــه بلهــا خلکــــــــــــــــو نازولــې یمــه

د وطــــــــن بــاده لکــه مــور او بچــۍ
غېــږ کــې دې داســې رانیولــې یمــه

څـــــــنګه بــه خانــدم کاملــې افغانــې
پــه ژړا کـــــــــــــــور نــه راوتلــې یمــه

دامن نومبشپړ شعر ولولئ

دامن نوم

کامله طاهر

د ســترګو زور نــه دې خبــره شــمه
تــه چـــــې را وګــورې اوتــره شــمه

ستـــا د راتلــو لارو تــه ګــورم غلــې
او کلــــــــــه ښــکته کلــه بــره شــمه

تــه مــې د مینــې قــدر نــه کــړې کنــه
ښـــــه ده چــې لــرې مســافره شــمه

د امــــــن نــوم رانــه وژلــی نشــې
تــه کــه شــاهین او زه کوتــره شــمه

کاملــې ســــتا محبــت نــه پرېږدمــه
زه کــه هــر څومــره در پــه دره شــمه

که خبر زما د زړه وایبشپړ شعر ولولئ

که خبر زما د زړه وای

کامله طاهر

چــــــې یـو زه وای او یـو ته وای څه به ښـه وای
څــه به ښـه وای څه به ښـه وای څه به ښه وای

تـه زمـــــــــــــــــا په غم غمجـن وای لکه زه یم
چـــــــــــې خبر زما له زړه وای څه به ښـه وای

د بېلتـــــــــــون نامـه چـې ورکـه وای لـه منځه
دا وخــــــــتونه چې خواږه وای څه به ښه وای

نه خـــــــــــــــــــــبره له دنیا وای په خندا وای
چې په څنګ کې دې یو زه وای څه به ښه وای

ما ویلـــــــــــــــې چې درجار شـمه درجار شـم
کامــــــلې غږ دې په خوله وای څه به ښه وای

شاعره: ڪامله طاهر

سلګۍ مې وکړېبشپړ شعر ولولئ

سلګۍ مې وکړې

کامله طاهر

لاس مــې پــه زړه ایښــی د زړه لــه درده
ودرېــدی نــه شمـــــــه اوس زه لــه درده

وګــوره څـــــــومره مــې ســلګۍ وکړلــې
وګـوره سـره مـې شـــــــول لېمـه لـه درده

تــا پســــــــــــــــــې دومــره ژړېدلــې یمــه
تـوی مـې لـه سـترګو شـو رانجـه لـه درده

پـه دروازه کـې چــــــــې شـي ګوتـه بنـده
داســـــې یـم نـن سـبا اوس ښـه لـه درده

کامــــــــــــلې غم دې داسې کړی یم چې
پورتــه کــوی نشــــــــــــم باڼــه لــه درده

شاعره: کامله طاهر