د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

که خبر زما د زړه وای



چــــــې یـو زه وای او یـو ته وای څه به ښـه وای
څــه به ښـه وای څه به ښـه وای څه به ښه وای

تـه زمـــــــــــــــــا په غم غمجـن وای لکه زه یم
چـــــــــــې خبر زما له زړه وای څه به ښـه وای

د بېلتـــــــــــون نامـه چـې ورکـه وای لـه منځه
دا وخــــــــتونه چې خواږه وای څه به ښه وای

نه خـــــــــــــــــــــبره له دنیا وای په خندا وای
چې په څنګ کې دې یو زه وای څه به ښه وای

ما ویلـــــــــــــــې چې درجار شـمه درجار شـم
کامــــــلې غږ دې په خوله وای څه به ښه وای

شاعره: ڪامله طاهر

د شاعر نور شعرونه ←