افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
دامن نوم
د ســترګو زور نــه دې خبــره شــمه
تــه چـــــې را وګــورې اوتــره شــمه
ستـــا د راتلــو لارو تــه ګــورم غلــې
او کلــــــــــه ښــکته کلــه بــره شــمه
تــه مــې د مینــې قــدر نــه کــړې کنــه
ښـــــه ده چــې لــرې مســافره شــمه
د امــــــن نــوم رانــه وژلــی نشــې
تــه کــه شــاهین او زه کوتــره شــمه
کاملــې ســــتا محبــت نــه پرېږدمــه
زه کــه هــر څومــره در پــه دره شــمه