د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

زما قلمه


د انــــــــــــتظار لمحــو خوړلــې یمــه
وطنــــــــــه غېــږ تــه دې راغلــې یمــه

دا ځل په خدای که بیا هغسې روغ شي
ســترګو دې بیــا پــه زړه داغلــې یمــه

زمــا قـــلمه دا خــو ســتا د لاســه
پــه بلهــا خلکــــــــــــــــو نازولــې یمــه

د وطــــــــن بــاده لکــه مــور او بچــۍ
غېــږ کــې دې داســې رانیولــې یمــه

څـــــــنګه بــه خانــدم کاملــې افغانــې
پــه ژړا کـــــــــــــــور نــه راوتلــې یمــه

د شاعر نور شعرونه ←