د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

سترګې راواړوه



ګل یــــــــــــــــــمه اشــنا ســترګې راواړوه
یــو ځلـــــــــــــــې خــو بیــا ســترګې راواړوه

پرېـږده پـه رقیــــــــب چـې لمبـې بلـې شـي
داســــــــــــــې پــه خنــدا ســترګې راواړوه

نـوم مـې په مـــــــحفل کې ښـه څرګنـد واخله
ماتــه د هــــــــــــــــر چــا ســترګې راواړوه

بیـا دې ځـان شـهید کـړه پـه پـردي جنګ کې
ځــان تــه د دنــــــــــــــــیا ســترګې راواړوه

یــه کاملــې زلفــــــــــــو تــه دې شــړک ورکــړه
ځـــــــــــــې رانــه پــه شــا ســترګې راواړوه

د شاعر نور شعرونه ←