افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
جنګه بېرته لاړ شه
خــــــــورې زلــــــــفې ړنګه بنګه درته راغلم
اوس خــــــــــــو ووایـه تـر څنګه درتـه راغلم
د پــــــــــــروتې په شـان تاو کــــړه رانه غېږه
د چــــــــنار په شانـــــــتې دنګـه درته راغلم
خــــــــدای دپـــــاره د افغان وطن نه لاړ شـه
سر ټیــــــــــټـی دې کـــوم جنګه درته راغلم
کـه بـل څه غواړې نو ځه په مخ دې ښـه شـه
که دیـــــــدن غـــــــــواړې ملنګه درته راغلم
کاملــــــــــــــــه دې مېلمنه ده چې څه وايې
مــــــــــــــــــــروره شوخه شـنګه درته راغلم